Banner

د داود تپان ښکلی غزل

21.12.2010 07:25


بار كه په خوشبو هم وي د ګل وجود
نه غواړي حالات يې مكمل وجود
زه ورته راغلى يم بيا هم ګوره
نه ښكاري صحرا ته ودان خپل وجود
څۀ د لېونتوب دوره مې تېره كړه
و مې خوړ ټول عمر په مزل وجود
وګوره اينې ته حيرانېږه مه!
څنګه پكې ښكاري ياره بل وجود
ټول پكې راټول كړمه واړۀ توري
ښه دى ستا ترسيم ته د غزل وجود
ما د خپلې مينې تر شا وغواړه
څومره مې له تاسره دى مل وجود
وۍ تپان كه هېر كړې وړې مړ به شي
نه يې پرېږدي بې له تا اجل وجود

سلام 21.12.2010 09:37

ملگریه سړی مه شې غزل دې ښکلی دی خو په زمکه یو غزل 5 کاله مخکې اورېدلی و<br />شمعه چې پتنګ سیزي نو سیزي اول خپل وجود<br />څنګه به ځان وساتي چې سیزي څوک دبل وجود <br />نو باید ددې شعر یادونه وکړې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.